وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی
ستاسو نظر

د افغانستان د سولې مهم عنصر؛ له طالبانو سره خبرې اترې

افغانستان د سیاسي او ټولنیز حالت له پلوه نوي پړاو ته رسېدلی دی. څلوېښت کلنې دوامدارې جګړې افغانستان چې یو مهال ختیځ کې سوکاله هېواد وو د ترهګرو په ځالې، وروسته پاتې او د نړۍ په بې وزله هېواد بدل کړی دی. له طالبانو سره خبرې اترې د تیورۍ له مخې کولی شي چې د افغانستان څېره بدله او تاوتریخوالی راکم کړي او دا یوازینۍ لار ده.

افغانستان کې وروستی روان حالت ستونزمن ښکاري، په همدې حال کې داسې نه انګېرل کېږي چې د اویایمې لسیزې حالت بیا تکرار شي ځکه طالبان نشي کولی چې کابل یا ټول هېواد ونیسي او یا هم بیا اسلامي امارت جوړ کړي. همداراز داسې هېڅ لامل نشته چې افغان چارواکي وتوانیږي دا رادیکاله ډله له منځه یوسي. طالبان له خپلې همکارې ـ حقاني ډلې او همداراز نورو بلوګرو ډلو سره چې شمېر یې څو زرو تنه رسیږي او د افغانستان کابو څلویښت سلنه خاوره یې په لاس کې ده، ځانونه په داعش پوري تړلي بولي. ترهګریز بریدونه عام شوي دي او د چاودنو له کبله د مرګ ژوبلې کچه سلګونو کسانو ته رسیږي. یو وخت دې ډلې د هېواد یو شمېر برخې په واک کې درلودې. د امریکا پخواني ولسمشر، جورج ډبلیو بوش ویلي وو:«هغه ځای کې چې سرکونه پای ته رسیږي، هلته د طالبانو(سیمه) پیلږي.»

اوس تندلاري ښارونو ته راغلي دي. سختو ساتل شویو سیمو لکه د کابل وزیر اکبرخان سیمې ته، چېرته چې سفارت خونې او همداراز د نړیوالو بنسټونو دفترونه دي او د دوی بریدونه دا بنسټونه ګواښوي. د هېواد په سویل ختیځو سیمو کې د طالبانو اغېز ډېر دی. په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ زیږدیزو کلونو کې له ډېرو سیمو څخه د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته د رادیکالو ډلو شتون لکه پر ځمکه د روانو پرتو اوبو په څېر وو، خو اوس طالبان په ډېر شمېر سیمو کې د قومندانۍ مرکزونه لري.

همداراز امریکا متحده ایالاتو دا روښانه کړې ده چې د ولایتونو پر مرکزونو واک به د هوايي بریدونو په مرسته له منځه ولاړ شي. یعنې دا چې دا سیمې د امریکايي او افغان د نفوذي نومول شویو معامله کوونکو دي. چارواکي لوی ښارونه اداره کوي او طالبان د ښارونو تړانګې او همداراز د سویل ختیځو ولایتونو لویې برخې اداره کوي. مرکزي قومندانان تر خپلې ولکې لاندې سیمې اداره کوي. له دې سره هم مهاله دا ډلې تر منازعې لاندې سیمو کې جګړه هم مخې ته وړي، هغه سیمې چې نه ترهګر او نه هم حکومت پرې واک لري. په دې وروستیو کې د طالبانو شتون په شمال کې هم احساس شو، هغه ځای کې چې دوی هېڅ پلویان نلري. د افغانستان لپاره د امریکا تګلاره اوس مهال تسکین منونکې ده.

د تېر کال په اګسټ میاشت کې ولسمشر ټرمپ نوې تګلاره اعلان کړه. خلکو ته یې یوه ژمنه وه دا چې د افغانستان ماموریت ورته ځانګړی اهمیت لري. ښاغلي ټرمپ په یوې نیم ساعته وینا کې د افغانستان د جګړې د اوږدوالي لاملونه څرګند کړل.

د امریکا دفاع وزارت، استخبارتو او د بهرنیو چارو وزارت چارواکو څو میاشتې پر دې تګلارې کار وکړ. امریکايي کارپوه، ردر تېرو دوو میاشتو کې سلګونه مقالې ولیکلې تر څو له دې ستونزې له وتو غوره لاره وړاندې کړي. په هر حال هغه سند چې امریکايي چارواکو جوړ کړ، ډېر ښه دی او کولی شي چې تاوتریخوالی کم کړي.

خو دا تګلاره ډېره هم اغېزمنه نه وه او په افغانستان کې د ټیکار په راوستو کې ناکامه پاتې شوه. دا روښانه ده چې د پوځي کړنلارو پر بریاليتوب قضاوت وشي. خو د ټرمپ تګلاره لا هم پر پوځي کړنلارې ټينګار کوي. دې تګلارې د امریکا څلورڅلویښتم ولسمشر، بارک اوباما مهال ویش هم ملغا کړ او ویې ویل چې افغانستان کې د امریکا پوځي شتون به د شرایطو پر اساس وي. اوس به طالبان په غارونو کې پټ د امریکا د وتو په تمه نه کیني. د تلارې یوه مهمه برخه پوځي کړنلارو ته د امریکا پام وو. ټرمپ وویل:«موږ له د ژوند د چلند د بدلون غوښتنه نه کوو.»

دا نشو ویلی چې د امریکا ماموریت ولې په سمه لار نه دی روان، په داسې حال کې چې دا ماموریت په دوه زرم زیږدیزو کلونو کې بریالی وو. دې خبرې ته ډېر لاملونه شته چې یو یې ډېر روښانه دی، هغه دا چې افغانستان کې لویدیځ په څېر د یوې ټولنې او د دولت جوړل دي دې کار په خپله تندلارۍ ته زمینه برابره کړه. اووه لس کاله وروسته امریکایان په دې پوه شول چې افغانستان به کله هم سویس نشي. دا تګلاره وايي چې «موږ بیا ملت جوړونه نه کوو. موږ ترهګر وژنو»

دغه تګلاره ډېره مهمه موضوع چې د قومونو ترمنځ ـ پښتنو، تاجکانو ازبیکو اوهزاره ګانو ترمنځ توپيرونه دي په ګوته کوي. دا جګړه د مخکښو قومونو ترمنځ ده چې خپله د ناامنیو لامل شوي دي، دا په دې مانا چې ځواکمن قوم په راس کې راځي.

د روان کال په پيل کې ولسمشر غني له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره خپله غوښتنه اعلان کړه. همداراز امریکا متحده ایالات هم چمتو دي چې د افغانستان اووه لس کلنې جګړې د پای لپاره له طالبانو سره خبرې وکړي.

دا پرېکړه افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو قومندان، جنرال جان نیکلسن لخوا اعلان شوه. هغه وویل:«زموږ د بهرنیو چارو وزیر، ښاغلي مایک پومپیو ویلي دی چې موږ چمتو یوو تر څو له طالبانو سره خبرې وکړو او د نړیوالو ځواکونو ونډې په اړه بحث وکړو.» هغه زیاته کړه:«موږ هیله لرو چې دوی(طالبان) پوه شي دا خبرې اترې د سولې له بهیر سره مرسته کوي.» پومپیو همداراز وویل چې واشنګټن چمتو دی تر څو له طالبانو سره مخامخ خبرې اترې وکړي، خو ټینګار یې وکړ چې د سولې بهیر به د افغانانو په مشرۍ وي.

مخکې له دې نیویارک ټایمز راپور ورکړی وو چې ولسمشر ټرمپ دپلوماتانو او استخباراتي چارواکو ته سپارښتنه کړې څو له طالبانو سره خبرې اترې پیل کړي.

له همدې کبله واشنګټن او کابل له طالبانو سره خبرې اترې پیل کړې او دا د جګړې د پای لپاره یوه مهمه لاره ده.

ډاکتر جورجي اساټرین په روسیه کې د انساني علومو په پوهنتون کې استاد دی، هغه همداراز د ایزوستیا خبري آژانس لپاره د ځانګړي خبریال په توګه کار کوي د منځني ختیځ په چارو کې کاربوه دی.

جورجي اساټریان لیکي چې مخکې طالبانو د افغانستان یو شمېر سیمې په خپله ولکه کې درلودې، خو اوس یو شمېر تندلارو ډلو ښارونو ته نفوذ کړی دی

شریک یي کړئ