وروستي خبرونه
Thumbnail
افغانستان

پاکستان د افغان سولې ملاتړ ګډ مسوولیت ګڼي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي ویلي چې د افغان سولې ملاتړ یو ګډ مسوولیت دی.

نوموړي ویلي دي چې هېواد به یې په سیمې او نړۍ کې د خپلو همکارانو سره د افغان سولې بهیر په برخه کې په ښه نیت خپل مسوولیت ترسره کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، پاکستان تل پر دې باور وو چې افغانستان کې تل‎پاتې سوله د سیاسي بهیر له لارې راتلونکې ده او پوځي تګ‎لاره یې روانه شخړه نه شي هوارولی.

دا په داسې حال کې ده چې د ښاغلي خلیلزاد بیا د افغانستان په ګډون شپږو هېوادونو ته سفر پیل کړ.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ښاغلی خلیلزاد به بلجیم، جرمني، ترکیه، قطر، افغانستان او پاکستان ته وکړي.

د خبرپاڼې له مخې د خلیلزاد دا سفر به د روانې زیږدیزې میاشتې له لسمې تر ۲۸ مې پورې دوام وکړي.

خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د خلیلزاد دا سفر د افغان سولې لپاره د امریکا د هڅو یوه برخه ده او په دې لړ کې به د امریکا د ملي امنیت ګټې خوندي وساتل شي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په وینا، خلیلزاد به د خپل دې سفر په ترڅ کې د افغانستان له حکومت سره پر افغان سوله سلا مشورې کوي.

شاه محمود قریشي ویلي چې پاکستان په دې باور دی چې د افغانستان د کشالې د حل لار په سیاسي بهیر کې ده

شریک یي کړئ