وروستي خبرونه
Thumbnail
افغانستان

د سولې له بهیر سره د مرستې لپاره د چین چمتووالی

ولسمشر غني د چهارشنبې په ورځ (د زمري په ۱۷ مه) د کاپیسا ولایت د ګلبهار برېښنا سب سټېشن په پرانیستغونډه کې په راتلونکو ورځو کې د احتمالي اوربند پر مدیریت ټینګار وکړ.

هغه چې په دغو مراسمو کې وینا کوله، وویل چې په نېږدې راتلونکي کې په دې اړه به د حکومت له پلوه د یوې پرېکړې شاهد وئ.

هغه څرګنده کړه:«سوله په رڼه ورځ راځي نه په توره شپه کې او سوله د پردو تر شا نه ترسره کېږي.»

هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې غوښتونکی دی او څرګنده کړه چې د سولې په اړه خبرې اترې روانې دي.

له بلخوا، ښاغلي غني وویل چې له اصلاحاتو پرته افغانستان نه شي کولای پر خپلو پښو ودرېږي او پر بهرنیو مرستو نه شو کولای تکیه وکړو او سوکالۍ ته ورسېږو.

ښاغلي غني د سفر په لړ کې د کاپیسا له امنیتي چارواکو سره ولیدل او د دغه ولایت امنیتي وضعیت یې وڅېړه.

د سب سټېشن په پرانستغونډه کې چارواکو، مشرانو او د کاپیسا استازو هم حضور درلود.

دا سب سټېشن چې د برېښنا ۲۲۰ کیلوولټه لېږد شامل دی د پشته سرخ له سب سټېشن څخه ګلبهار او له ګلبهار څخه د احمد بېک سب ستېشن ته د برېښنا د ۱۱۰ کیلوولټه لېږدونکی مزی دی او دا سب سټېشن د امریکا د ملي پوځ د انجنیرۍ ډلې په مرسته د ۶۵.۸ مېلیونه ډالرو په لګښت جوړ شوی او ۳۰ زره پېرودونکو ته به برېښنا تامین کړي.

خو د چین سفیر د بهرنیو چارو په وزارت کې په یوه ناسته کې وايي بیجنګ، کابل، واشنګټن او اسلام اباد په افغانستان کې د سولې د ټینګښت د څرنګوالي په اړه د خبرو په حال کې دي.

په کابل کې د چین سفیر جینسونک په دې اړه وویل:« په راتلونکي کې د طالبانو لپاره یو کار کولای شو، موږ نورې خبرې هم لرو، ځینې خبرې پر مېز او ځینې تر مېز لاندې دي، هر څه تاسو ته نشو ویلای، ځکه چې دا ديپلوماسي ده.»

له بلخوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دې باور دی چې تراوسه پاکستان پر طالبانو لازم فشار نه دی راوړی تر څو دا ډله د سولې خبرو ته حاضره شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي وویل:«هیله لرم چې پاکستان هم پر هغو څيزونو چې ژمنه کوي په واقعیت عمل وکړي، موږ پر څيز چې ژمنه کړې عمل مو هم کړی، او موږ د پاکستان د نوي حکومت د ژمنو د ریښتیا کېدو په تمه یوو.»

تمه کېږي چې افغان حکومت د لوی اختر په ورځو کې له طالبانو سره اوربند اعلان کړي.

یو لوړپوړی دولتي چارواکی چې نه غواړي نوم یې په ډاګه شي وايي چې شونې ده دا اوربند تر دوه میاشتو دوام وکړي.

شریک یي کړئ