وروستي خبرونه
Thumbnail
افغانستان

پر اهل تشیع د بریدونو زیاتوالی؛ په لسو بریدونو کې ۴۳۰ تنه وژل شوي

د طلوع نیوز موندنې ښيي چې په هېواد کې پر اهل تشیع بریدونه اته کاله مخکې پیل شوي دي؛ خو دغه بریدونه په درې وروستیو کلونو کې زیات شوي او د ډېریو دغو بریدونو مسوولیت داعش ډلې منلی دی.

د لومړي ځل لپاره د ۱۳۹۰ لمریز کال په غبرګولي میاشت کې د افغانستان اهل تشیع د عاشورا مراسمو پر مهال د کابل ابوالفضل جومات کې تر برید لاندې راغلل.

خو له دې پېښې د اته کلونو په تېرېدو سره لیدل کېږي چې دا بریدونه په ځلونو تکرار شوي، دې موده کې د لسو بریدونو پر مهال له ۴۳۰ تنو زیات کسان وژل شوي او نږدې ۹۷۰ نور ټپیان شوي.

د اتو کلونو په لړ کې پر شیعه یانو لس بریدونه

  • د ۱۳۹۰کال د لیندۍ ۱۵مه نېټه، د ابوالفضل پر زیارت د عاشورا پر مراسمو ځانمرګی برید، څه د پاسه - ۵۰ مړه او له ۱۶۰ زیات ټپيان
     
  • د ۱۳۹۵کال  د زمري دویمه نېټه، د روښنايۍ غورځنګ پر لاریون والو ځانمرګی برید کابو - ۹۰ مړه او څه باندې ۳۰۰ ټپیان
     
  • د ۱۳۹۵کال د تلې ۲۱مه نېټه، د سخي په زیارت کې د عاشورا پر مراسمو برید - ۱۵ مړه او کابو ۴۰ ټپيان
     
  • د ۱۳۹۵کال د لیندۍ لومړۍ ڼېټه، په باقرالعلوم مدرسه کې د اربعین پر مراسمو برید کابو - ۳۰ تنه مړه او له ۴۰ زیات ټپیان
     
  • د ۱۳۹۶کال د وږي په درېمه نېټه په خیرخانه کې پر امام زمان جومات ځانمرګی برید - کابو ۳۰ مړه او څه د پاسه ۸۰ ټپيان
     
  • د ۱۳۹۶ د تلې ۲۸مه نېټه، په دشت برچي کې پر امام زمان جومات ځانمرګی برید ـ کابو ۴۰ مړه او نږدې ۵۰ ټپیان
     
  • د ۱۳۹۷ د وري لومړۍ نېټه، پر سخي زیارت د نوروز په مراسمو کې ځانمرګی برید ـ کابو ۳۰ مړه او نږدې ۲۰ نور ټپیان
     
  • د ۱۳۹۷ د غوايي دوهمه نېټه، د کابل په لوېدیځ کې د تذکرو د وېش پر مرکز برید ـ کابو ۷۰ مړه او نږدې ۱۲۰ ټپیان
     
  • د ۱۳۹۷ د زمري ۲۴مه نېټه، پر موعود رونیز مرکز ځانمرګی برید ـ کابو ۵۰ مړه او نږدې ۷۰ ټپيان
     
  • د ۱۳۹۷ د وږي ۱۴مه نېټه، پر میوند سپورتي کلپ ځانمرګی برید ـ څه باندې ۳۰ مړه او کابو ۹۰ ټپیان

ډېری دغه بریدونه ګرمۍ کې او د مذهبي مراسمو پر مهال شوي دي.

لومړیو کلونو کې هېڅ یوې ډلې د دې بریدونو مسوولیت نه مانه، خو اوس داعش ډله دې بریدونو کې د خپلې ښکېلتیا په اړه وايي.

ولسمشرۍ ته نوماند ګلبدین حکمتیار په دې اړه وايي:«د دغو ټولو تر شا د اسلام د دښمنانو لاس دی. هغوی چې غواړي شیعه او سني سره په جنګ کړي؛ هغوی چې غواړي ملا او مکتبي سره په جګړه کړي؛ هغوی چې غواړي مجاهد او غیرمجاهد سره په جګړه کړي.»

خو هغه لویه نیوکه چې دې موده کې پر افغان حکومتونو شوې، دا ده چې د دې پېښو څېړنې سمې نه دي شوي او نه یې هم مخنیوی شوی دی.

تر ټولو لوی برید چې دې کلونو کې د افغانستان پر اهل تشیع وشو، ۱۳۹۵ کال کې د زمري په دویمه نېټه د روښنايي پر غورځنګ هغه و.

د دې برید څرنګوالی او څېړنه هم د نورو هغو په څېر همداسې پاتې شو او د دغه غورځنګ د غړو له قوله، هېڅ یو بنسټ له دوی سره په دې اړه د څېړنو جزییات شریک نه کړل.

د روښنايي غورځنګ غړی داوود ناجي څرګنده کړه:«حتا سړی په شک کې کړي، داسې نه چې واقعاً پنځم ستون فعال وي او یا هم تر کاسې لاندې بله نیم کاسه وي. لږ تر لږه وینو چې هېڅ څېړنه نشته، په دې برخه کې هېڅ سزا نشته او له بده مرغه هېڅ دوسیه څېړل شوې نه ده.»

د ښځو د حقوقو فعاله فوزیه کوفي هم وايي:«کولای شي چې د خلکو ترمنځ په ټولنه کې یو ټولنیز، یو قومي، یو مذهبي واټن رامنځته کړي. حکومت مکلفیت لري چې د دغو ټولو پېښو څېړنه وکړي او د څېړنو پایله د افغانستان له خلکو سره شریکه کړي.»

افغانستان کې د ترهګرو له‌خوا د ځانګړي ډلې په نښه کول، د بل هر وخت په پرتله اوس دا اندېښنه زیاته کړې چې هسې نه چې دغه هېواد کې د قومونو او مذهبي یووالي هغه کړۍ را تنګه کړي چې تر اوسه ډېره تړل شوې ده.

شنوونکي وايي، دې ټکي ته باید جدي پام وشي او د ستونزې د حل لپاره یې جدي هلې ځلې وکړي.

شریک یي کړئ