وروستي خبرونه
Thumbnail
افغانستان

کابل کې درې پرله‎پسې چاودونې؛ دوه ته وژل شوي او ۲۴ تنه ټپيان دي

نن له غرمې مخکې (یکشنبې د غبرګولي په ۱۲مه) کابل ښار کې د پنځمې حوزې په اړوند سیمه د سیلو واټ ته‎څېرمه درې پرله‎پسې چاودونو دوه تنه ووژل او ۲۴تنه نور یې ټپيان کړل.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې لومړی چاودونه د یوه نښلوونکي (مقناطیسي) له امله وه چې د برهان الدین رباني (د ښوونې او روزنې) پوهنتون د زده‎کړیالانو په موټر کې ځای پر ځای شوی و. خو شېبه وروسته دوه نورې چاودنې هم وشوې.

د کورنیو چارو وزارت د چارواکو په وینا، دوه نورې چاودنې په بایسکل کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله وې.

په دویمې چاودنه کې، د رادیو کلید خبریال محمد فصیح او د ازادۍ راډیو خبریال جاوېد کارګر هم تپيان شوي دي.

تراوسه د پېښې پړه چا نه ده منلې.

د روژې مبارکې میاشتې له پیل او په دغې میاشت کې د بریدونو د زیاتوالي په اړه د طالبانو له ګواښ سره جوخت، کابل د څو ترهګریزو پېښو شاهد و.

په یوې وروستۍ اوونۍ کې دا درېیم ځل دی چې کابل کې ترهګریزې پېښې له ولسي وګړو قرباني اخلي.

تېره ورځ(پنجشنبې د غبرګولي په ۹مه) کابل ښار کې د مارشال فهیم پوځي پوهنتون ته څېرمه ځانمرګي برید شپږ تنه ووژل او شپاړس تنه نور یې ټپيان کړل.

او همدارنګه د جمعه په ورځ (د غبرګولي په ۱۰مه) د کابل ښار څرخي پله په سیمه کې د موټر بم چاودنه کې، لږ تر لږه څلور ولسي وګړي وژل شوي او د څلورو امریکايي سرتېرو په ګډون لس تنه ټپيان دي.

په دوه وروستیو اوونیو کې، د کابل په بیني حصار، دشت برچي، دوغ اباد او څرخي پله په سیمو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو وسله‎وال بریدونه شوي دي. په دغو بریدونو کې، لږ تر لږه لس سرتېري وژل شوي او لس تنه نور یې ټپیان دي. 

شریک یي کړئ