وروستي خبرونه
Thumbnail
افغانستان

ننګرهار کې د مدرسو ۱۲برمته شوي ښوونکي خوشې شول

په ننګرهار ولایت کې د ملا شر په نامه د دیني مدرسې هغه ۱۲ ښوونکي چې نهه څلویښت ورځې مخکې د داعش ډلې لخوا برمته شوي وو، د برمته کوونکو له منګولو خوشې کړی شوي دي.

د پوهنې وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې دا استادان چې په هسکې‎مېنې ولسوالۍ کې تښتول شوي وو، نن(شنبه د کب۱۴مه) خوشې او له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، یاد کسان د دیني عالمانو او قومي مشرانو په هڅو سره د برمته کوونکو له منګلو خوشې شوي.
 
په ننګرهار ولایت کې ۱۲ د مدرسو ښوونکي وروسته له کابو دوو میاشتو د سیمي د یني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړتوب خوشې شوي

شریک یي کړئ