وروستي خبرونه
Thumbnail
افغانستان

بلخ کې د یوه مهم طالب قومندان وژنه

د کورنیو چارو وزارت په بلخ ولایت کې د طالبانو د یوه مهم قومندان له وژل کېدو خبر ورکوي.

د یاد وزارت چارواکي (نن پنج شنبې د غويي په ۲۶مه نېټه) وايي چې د طالبانو وژل شوی قومندان ملا خادم نوميده او د یادې ډلې یو له خطرناکو کسانو وو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، نصرت رحیمي څرګندوي چې ملا خادم د افغان ځواکونو د پوځي عملیاتو په ترڅ کې وژل شوی دی.

ښاغلی رحیمي زیاتوي چې د افغان ځواکونو دې پوځي عملیاتو کې د بلخ ولسوالۍ د عبدالرحیم زیو، بنګاله، نوارد بنګاله، بابه یوسف، تیمور سرای، علم خېل، بوکه، بنګله دیشا و مغول کلي هم د طالبانو له شتونه پاک شوي دي.

رحیمي همداراز څرګندوي چې د ملا خادم د وژل کېدو ترڅنګ د طالبانو یو بل غړی نیول شوی هم دی.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

افغانستان

بلخ کې د یوه مهم طالب قومندان وژنه

د کورنیو چارو وزارت ویاند څرګندوي چې د ملا خادم د وژل کېدو ترڅنګ د طالبانو یو بل غړی نیول شوی هم دی

شریک یي کړئ